د انګرېزي متلونو پښتو ژباړه
لیکوال: اکبر
د کتاب لنډیز
دا کتاب د انګلیسي ژبې مشهور متلونه راټولوي او هغوی په ساده، روانه او د فهم وړ پښتو ژبه ژباړي. د کتاب موخه دا ده چې لوستونکي د انګلیسي متلونو له معنا، مفهوم او د کارولو له طریقې سره بلد کړي، او په عین وخت کې د پښتو ژبې له ورته دودیزو څرګندونو سره یې پرتله کړي. په دې کتاب کې هر متل لومړی په انګلیسي ژبه راوړل شوی، بیا یې پښتو ژباړه شوې او ځینې وخت یې لنډ تشریح هم ورکړل شوې ده، تر څو لوستونکی وکولای شي د هغه ژور مفهوم درک کړي. متلونه زیاتره د ژوند، اخلاقو، کار، صبر، ملګرتیا او تجربې په اړه دي. په ټوله کې، دا کتاب د ژبې زدهکوونکو، زدهکوونکو او عامو لوستونکو لپاره ګټور دی، ځکه چې هم د انګلیسي ژبې په زده کړه کې مرسته کوي او هم د پښتو ژبې د ښکلا او حکمتونو سره بلدتیا زیاتوي.