وېره
کټګورۍ:
ټولنیز او روزنیز
چاپ کال:
2001
لیکوال: ډاکټر کبير ستوری
د کتاب لنډیز
د وېره د ساپوهنې په رڼا کې کتاب د انسان د وېرې په اړه د ساپوهنې (نفسیاتو) له نظره خبرې کوي. په دې کتاب کې ښودل کېږي چې وېره ولې پیدا کېږي او د انسان پر فکر او چلند څه اغېز کوي. کتاب بیانوي چې کله انسان له خطر، ستونزو یا نااشنا حالت سره مخ سي، نو په زړه کې وېره پیدا کېږي. خو که انسان سم فکر وکړي او ځان قوي وساتي، کولای سي خپله وېره کنټرول کړي. په کتاب کې دا هم ویل سوي چې زیاتې وېرې د انسان پر ژوند بد اغېز کوي، نو انسان باید د علم، باور او زړورتیا په وسیله وېره کمه کړي. په لنډ ډول، وېره د ساپوهنې په رڼا کې کتاب دا راښيي چې وېره څنګه پیدا کېږي او انسان څنګه کولای سي خپل فکر قوي کړي او پر وېره بریالی سي.