تاريخ لسم ټولګی
کټګورۍ:
تاریخي
چاپ کال:
1390
لیکوال: د پوهني رياست
د کتاب لنډیز
دا کتاب د افغانستان او نړۍ د تاریخ مهمې پېښې او بدلونونه بیانوي. پکښې د قدیمو تمدنونو، بادشاهیو او امپراتوریو کیسې شاملې دي. د اسلامي تاریخ مهمې پېښې، د خلفاوو دوره او د اسلام وده تشریح سوې ده. کتاب د افغانستان د تاریخ له پخوانیو وختونو تر اوسني دور پورې مهمې پېښې وړاندې کوي. د جګړو، سوله، سیاسي او ټولنیزو بدلونونو یادونه سوې ده. زده کوونکي د دې کتاب له لارې د ملي هویت او تاریخ پېژندنې زده کړه کوي. کتاب په ساده ژبه لیکل سوی ترڅو د لوستونکو پوهه اسانه سي. هدف یې دا دی چې زده کوونکي د تاریخ پېښو ته ښه پوهه او انتقادي فکر پیدا کړي.