د هضمی سیسټم اناټومي
لیکوال: بیولوژي څانګه
د کتاب لنډیز
هضمي سیسټم د بدن هغه سیستم دی چې د خوړو د هضم، جذب او د اضافي موادو د ایستلو دنده ترسره کوي. دا سیستم له خولې څخه پیل او تر مقعد پورې دوام لري. خوله، غاښونه او ژبه د خوړو په میده کولو او د لعاب سره په ګډولو کې مرسته کوي. خوړه د مرۍ له لارې معدې ته انتقالېږي، چیرې چې د معدې تیزابونه او انزایمونه هضم پیلوي. له معدې وروسته خوړه کوچنیو کولمو ته داخلیږي، چې پکې د غذایي موادو ډېره برخه جذبېږي. کوچنۍ کولمې په درې برخو وېشل کېږي: اثناعشر (Duodenum)، جیجونم (Jejunum) او ایلیوم (Ileum). ځیګر صفرا تولیدوي او صفرايي کڅوړه یې ذخیره کوي، چې د غوړو په هضم کې مرسته کوي. پانقراس (لوزالمعده) هم هضمي انزایمونه تولیدوي. غټې کولمې د اوبو او منرالونو جذب ترسره کوي او پاتې مواد د غایطه موادو په بڼه ساتي. په پای کې، دغه مواد د مقعد له لارې له بدن څخه بهر ایستل کېږي. د هضمي سیسټم سم فعالیت د بدن د ودې، انرژۍ تولید او روغتیا ساتنې لپاره ډېر مهم دی.