د درملو د تطبیق لاري
وړیا ډاونلوډDownload Free /
د کتاب معلومات
د کتاب نمبر: #4781
اضافه شوی: 2026/06/01
فارمټ: PDF
کټګورۍ: روغتیایي چاپ کال: 1401
لیکوال: ض
د کتاب لنډیز

د درملو تطبیق هغه لارې دي چې درمل د ناروغ بدن ته داخلېږي تر څو خپل اغېز ترسره کړي. مهمې لارې یې دا دي: د خولې له لارې (Oral): لکه ګولۍ، کپسول او شربت. د ژبې لاندې (Sublingual): درمل د ژبې لاندې اېښودل کېږي او ژر جذبېږي. د مقعد له لارې (Rectal): لکه سپوزیټوري. د پوستکي له لارې (Topical): کریمونه، مرهمونه او لوشنونه. د سترګو له لارې (Ophthalmic): د سترګو څاڅکي او مرهمونه. د غوږ له لارې (Otic): د غوږ څاڅکي. د پوزې له لارې (Nasal): د پوزې سپرې او څاڅکي. د تنفس له لارې (Inhalation): د ساه اخیستلو په وسیله لکه انهیلر. د عضلې دننه پیچکاري (Intramuscular - IM). د پوستکي لاندې پیچکاري (Subcutaneous - SC). د ورید له لارې پیچکاري (Intravenous - IV). د پوستکي دننه پیچکاري (Intradermal - ID). د درملو د تطبیق د لارې انتخاب د ناروغ حالت، د درملو ډول، د اغېز چټکتیا او د درملو د جذب ځانګړتیاوو ته په کتو سره ترسره کېږي.