د درملو د تاثیر میکانیزم
لیکوال: ضابط احمد حیدری
د کتاب لنډیز
د درملو د تأثیر میکانیزم (Mechanism of Drug Action) لنډیز د درملو د تأثیر میکانیزم هغه طریقه ده چې له مخې یې درمل په بدن کې خپل اغېز څرګندوي. درمل د بدن له حجرو، نسجونو او غړو سره تعامل کوي او د ناروغۍ په درملنه یا مخنیوي کې مرسته کوي. ځینې درمل د حجرو پر ځانګړو اخیستونکو (Receptors) نښلي او د بدن طبیعي غبرګونونه فعالوي یا بندوي. ځینې نور درمل د انزایمونو فعالیت کموي یا زیاتوي، چې د بدن کیمیاوي پروسې بدلوي. همدارنګه ځینې درمل د میکروبونو وده او تکثیر مخنیوی کوي او یا یې له منځه وړي. د درملو د تأثیر میکانیزم پوهه د دې لپاره مهمه ده چې د درملو ګټې، جانبي عوارض، دوز او د نورو درملو سره تعاملات په سمه توګه درک او وکارول شي. د همدې پوهې له لارې روغتیايي کارکوونکي کولی شي د ناروغانو لپاره مناسب درمل وټاکي او غوره درملنه ترسره کړي.