تنفسي اناټومي
کټګورۍ:
روغتیایي
چاپ کال:
1394
لیکوال: بیولوژي څانګه
د کتاب لنډیز
تنفسي سیستم د بدن هغه مهم سیستم دی چې د اکسیجن اخیستل او د کاربن ډای اکسایډ خارجول ترسره کوي. دا سیستم له پوزې څخه پیل کېږي او تر سږو پورې رسېږي. پوزه هوا فلټر، ګرم او مرطوب کوي، بیا هوا بلعوم او نای ته ځي. نای هوا سږو ته انتقالوي او په دوو برانکایو وېشل کېږي. برانکایونه بیا په کوچنیو برانکیولونو بدلېږي او پای کې الویولي ته رسېږي. په الویولي کې د وینې او هوا ترمنځ د ګازونو تبادله ترسره کېږي. سږي د تنفسي سیستم اصلي غړي دي چې د بدن لپاره اکسیجن برابروي او فاضله ګازونه له بدن څخه خارجوي.