بولي سیسټم
لیکوال: بیولوژي څانګه
د کتاب لنډیز
بولی سیستم د بدن هغه مهمه برخه ده چې د وینې څخه فاضله مواد او اضافي اوبه لرې کوي او د ادرار (بول) په شکل یې له بدن څخه خارجوي. دا سیستم د بدن د اوبو، مالګو او کیمیاوي توازن په ساتلو کې مهم رول لري. د بولی سیستم اساسي برخې عبارت دي له: پښتورګي (Kidneys)، حالبونه (Ureters)، مثانه (Urinary bladder) او پیشاب لاره (Urethra). پښتورګي د وینې تصفیه کوي او زهرجن مواد لکه یوریا، کریټینین او اضافي اوبه جلا کوي. بیا دا مواد د حالبونو له لارې مثانې ته ځي او هلته ذخیره کېږي تر څو د پیشاب له لارې بهر شي. که د بولی سیستم کار خراب شي، نو د بدن د زهري موادو زیاتوالی او جدي ناروغۍ رامنځته کېدای شي. په لنډه توګه، بولی سیستم د بدن د پاکوالي او داخلي توازن ساتلو لپاره حیاتي سیستم دی.