د نرسنګ اخلاق
وړیا ډاونلوډDownload Free /
د کتاب معلومات
د کتاب نمبر: #4759
اضافه شوی: 2026/05/31
فارمټ: PDF
کټګورۍ: روغتیایي چاپ کال: 2023
لیکوال: بیولوژي څانګه
د کتاب لنډیز

د نرسنګ اخلاق هغه اصول او ارزښتونه دي چې د نرس د کار او چلند لارښوونه کوي. دا اخلاق د ناروغ د ښه خدمت، درناوي او انساني چلند لپاره ضروري ګڼل کېږي. نرس باید له ناروغ سره مهربان، صادق او باعزته چلند وکړي. د ناروغ محرمیت ساتل (Confidentiality) د نرسنګ مهم اصل دی، یعنې د ناروغ شخصي معلومات باید پټ وساتل شي. عدالت هم یو مهم اصل دی، چې له مخې یې نرس باید ټولو ناروغانو ته پرته له توپير څخه یو شان خدمت وکړي. همدارنګه نرس باید د مسلکي حدودو مراعت وکړي او له غیر اخلاقي اړیکو څخه ځان وساتي. د نرسنګ اخلاق د ناروغ باور زیاتوي، د درملنې کیفیت ښه کوي او د روغتیايي خدماتو نظام قوي کوي.