د پروټین پېژندنه
لیکوال: ضابط احمد حیدری
د کتاب لنډیز
پروټینونه هغه مهم عضوي مواد دي چې د ژوند د ټولو موجوداتو لپاره ضروري ګڼل کېږي. دا د امینو اسیدونو له اوږدو زنځیرونو څخه جوړ شوي وي. پروټینونه د بدن د ودې، ترمیم او ساتنې لپاره اساسي رول لري. د عضلو، پوستکي، وېښتانو او انزایمونو جوړښت تر ډېره له پروټینونو څخه وي. په بدن کې ځینې پروټینونه د انزایمونو او هورمونونو په توګه د کیمیاوي تعاملاتو تنظیم کوي. ځینې نور د دفاعي سیستم برخه وي لکه انټي باډي. پروټینونه له حیواني او نباتي سرچینو څخه ترلاسه کېږي، لکه غوښه، هګۍ، شیدې، لوبیا او دالونه. کله چې بدن د انرژۍ اړتیا ولري او نور مواد کافي نه وي، پروټین هم د انرژۍ لپاره کارول کېدای شي. د پروټین کمښت د ودې کمزورتیا، عضلي ضعف او د بدن د دفاعي سیستم خرابوالي سبب کېږي. نو پروټین د انسان د روغتیا او ژوند لپاره یو حیاتي غذایي عنصر دی.