کلینیکل وایرولوجي
لیکوال: پوهنمل ډاکټر رحمت الله سیرت پوپل
د کتاب لنډیز
کلینیکل وایرولوجي د هغو ویروسونو مطالعه ده چې په انسانانو کې ناروغۍ رامنځته کوي. دا علم د ویروسونو جوړښت، تکثر، انتقال او د ناروغیو د پیدا کېدو څرنګوالی تشریح کوي. په کتاب کې د تنفسي، هاضمي، عصبي او وینې له لارې لېږدېدونکو ویروسونو په اړه معلومات وړاندې کېږي. د ویروسي ناروغیو نښې، علایم او کلینیکي ځانګړتیاوې په تفصیل سره بیان شوي دي. د لابراتواري تشخیص طریقې لکه PCR، انټيجن او انټي باډي ازموینې پکې تشریح کېږي. کتاب د ویروسونو د مخنیوي لپاره د واکسینونو او وقایوي تدابیرو اهمیت روښانوي. د ویروسي ناروغیو د درملنې لپاره د انټي وایرال درملو په اړه معلومات ورکوي. د ناروغیو د خپرېدو د کنټرول او عامې روغتیا اصول هم پکې شامل دي. دا علم د نوو او راڅرګندېدونکو ویروسونو د پېژندنې او څېړنې لپاره مهم بنسټ برابروي. کلینیکل وایرولوجي د طب، نرسنګ او لابراتوار علومو زدهکوونکو لپاره یوه مهمه او اړینه څانګه ده.