کرونا ویروس
کټګورۍ:
روغتیایي
چاپ کال:
1399
لیکوال: محمد اصف شینواری
د کتاب لنډیز
COVID-19 یا کرونا ویروس یوه ساري ناروغي ده چې د کورونا ویروس له امله رامنځته کېږي او په ټوله نړۍ کې خپره شوې وه. دا ناروغي تر ډېره د ټوخې، پرنجي او نږدې تماس له لارې له یو انسان څخه بل ته انتقالېږي. عامې نښې یې: تبه وچ ټوخی ستړیا د ساه لنډي د بوی او خوند له منځه تلل همدارنګه په ځینو کسانو کې شدیدې تنفسي ستونزې هم پیدا کېدای شي. ډاکټران د لاسونو پاک ساتل، ماسک کارول او د ناروغ کس څخه واټن ساتل د مخنیوي مهمې لارې ګڼي. واکسینونو د دې ناروغۍ د شدت او خپرېدو په کمولو کې مهم رول لوبولی دی. د World Health Organization له لارښوونو سره سم د روغتیا ساتنې اصول د خلکو د خوندیتوب لپاره مهم دي.