روانی ناروغی څه ته وایی لیکنه
وړیا ډاونلوډDownload Free /
د کتاب معلومات
د کتاب نمبر: #4232
اضافه شوی: 2026/05/21
فارمټ: PDF
کټګورۍ: ارواپوهنه چاپ کال: 1394
لیکوال: عبدالله
د کتاب لنډیز

رواني ناروغي هغه حالت ته ويل کېږي چې د انسان فکر، احساسات، چلند او ورځنی ژوند اغېزمن کړي. کله چې يو انسان په دوامداره ډول خپګان، وېره، اضطراب، ذهني ګډوډي يا غير عادي چلند ولري او دا حالت يې د ژوند، کار او اړيکو مخه ونيسي، نو دې ته رواني ناروغي ويل کېږي. رواني ناروغۍ بېلابېل ډولونه لري؛ لکه خپګان، اضطراب، ذهني فشار، وسواس، شیزوفرینیا او نور. دا ناروغۍ د کورنۍ ستونزو، سختو پېښو، ذهني فشار، يوازيتوب، وراثت او يا د دماغو د ځينو بدلونونو له امله رامنځته کېدای شي. د رواني ناروغۍ نښې نښانې کېدای شي دوامداره غم، بې خوبي، ویره، ژر غصه کېدل، د خلکو څخه ځان جلا کول، کمزوری تمرکز او د ژوند پر چارو بې علاقګي وي. ځينې ناروغان د ناامېدۍ احساس هم لري. رواني ناروغي د بدن د نورو ناروغيو په شان يوه واقعي ناروغي ده او درملنه يې ممکنه ده. د ډاکټر مشوره، د کورنۍ ملاتړ، مناسب استراحت، عبادت، ورزش او مثبت فکر د ناروغ په ښه کېدو کې مرسته کوي. په ټولنه کې بايد د رواني ناروغانو سره په مينه، احترام او صبر چلند وشي، ځکه هغوی د پاملرنې او ملاتړ اړتیا لري.