ویره او د هغه اعلاج
لیکوال: ډاکټر کبیر ستوری
د کتاب لنډیز
وېره د انسان په زړه او ذهن کې هغه احساس دی چې د خطر، اندېښنې او نااشنا حالت له امله پیدا کېږي. کله ناکله وېره د انسان د ساتنې لپاره ګټوره وي، خو ډېره او دوامداره وېره د ژوند پر ارامتیا بده اغېزه کوي. انسان د راتلونکي فکر، ناکامۍ، ناروغۍ او یا سختو حالاتو له امله وېرېږي. د وېرې له امله زړه تېز درزېږي، فکر ګډوډېږي او انسان بې ارامه احساس کوي. د وېرې د کمولو لپاره انسان باید پر الله تعالی توکل وکړي او دعا وکړي. ژوره ساه اخیستل او ارام فکر کول د وېرې په کمولو کې مرسته کوي. له نېکو او باور لرونکو خلکو سره خبرې کول هم زړه ته سکون ورکوي. انسان باید منفي فکرونه کم او مثبت فکرونه زیات کړي. که وېره ډېره شي او د ژوند کارونه خراب کړي، نو د ډاکټر یا مشاور مرسته اخیستل ګټور وي. جرئت، صبر او ایمان انسان ته ځواک ورکوي چې پر وېره بریالی شي