څنګه لیکوال سو؟
لیکوال: سمیع الله الکوزی
د کتاب لنډیز
لیکوال کېدل د مطالعې، تمرین او حوصلې کار دی. که ته غواړې ښه لیکوال سې، نو دا لارې مرسته درسره کوي: هره ورځ مطالعه وکړه، ځکه ښه لیکوالان ډېر کتابونه لولي. د کیسو، شعرونو، مقالو او اسلامي کتابونو لوستل د فکر پراخوالی زیاتوي. هره ورځ لږ څه ولیکه، که لنډه کیسه وي، خاطره وي یا خپل احساسات. د ژبې قواعد، املا او ادبي الفاظ زده کړه. د نورو لیکوالانو د لیکلو طرز ته پام وکړه. په پیل کې د کامل لیکلو فکر مه کوه؛ دوام مهم دی. د خپل چاپېریال، خلکو او پېښو مشاهده وکړه، ځکه لیکنه له فکر او تجربې پیدا کېږي. که څوک ستا لیکنه اصلاح کړي، خپه کېږه مه؛ اصلاح انسان پیاوړی کوي. خپلې لیکنې مجلو، ویبپاڼو یا ټولنیزو رسنیو ته واستوه. صبر او دوام ولره، ځکه لوی لیکوالان هم له کوچنیو هڅو پیل کړي دي. مشهور لیکوالان لکه خوشحال خان خټک او رحمان بابا هم د مطالعې او دوام له لارې مشهور شوي دي.