اداری اخلاق او ایمانی احساس
لیکوال: ډاکټر بلال احمد رحیمي
د کتاب لنډیز
اداري اخلاق هغه اصول او ارزښتونه دي چې یو کارکوونکی یا مسئول یې په اداره کې مراعاتوي، لکه رښتینولي، امانتداري، وخت ته پابندي، د وظیفې ښه ترسره کول او د خلکو سره ښه چلند. اداري اخلاق د ادارې نظم، اعتماد او پرمختګ سبب ګرځي. که په اداره کې اخلاق موجود وي، نو د کار چاپېریال ښه کېږي او خلک په ارام زړه خپلې دندې ترسره کوي. ایماني احساس د انسان په زړه کې د الله تعالی د وېرې، محبت او د دین د اصولو د مراعات احساس ته ویل کېږي. کله چې یو څوک قوي ایماني احساس ولري، نو له دروغو، ظلم، خیانت او بدو کارونو څخه ځان ساتي او تل د نېکو اعمالو هڅه کوي. اداري اخلاق او ایماني احساس یو له بل سره ژوره اړیکه لري، ځکه ایماني احساس انسان دې ته هڅوي چې په خپله دنده کې صادق، عادل او امانتدار واوسي. همدارنګه ښه اخلاق د ادارې بریا او د ټولنې د اصلاح سبب ګرځي. اسلام مسلمانانو ته د ښو اخلاقو او ایماندارۍ سپارښتنه کړې ده ترڅو ټولنه د سولې، اعتماد او عدالت پر بنسټ ولاړه وي.