حیاتي علایم
لیکوال: احمد ضیاء پوپل
د کتاب لنډیز
حیاتي علایم هغه مهمې نښې دي چې د انسان د بدن د اساسي فعالیتونو حالت څرګندوي. د ناروغ د روغتیا د معلومولو لپاره ډاکټران او نرسان حیاتي علایم معاینه کوي. مهم حیاتي علایم عبارت دي له: د بدن تودوخه (Temperature): د بدن عادي تودوخه شاوخوا ۳۷ سانتي ګراد وي. نبض (Pulse): د زړه د ضربان شمېر دی، چې عادي اندازه یې په بالغ انسان کې ۶۰ تر ۱۰۰ ځله په دقیقه کې وي. تنفس (Respiration): د ساه اخیستلو او ایستلو شمېر دی، چې عادي اندازه یې ۱۲ تر ۲۰ ځله په دقیقه کې وي. د وینې فشار (Blood Pressure): د وینې د فشار اندازه ده، عادي فشار تقریباً 120/80 mmHg وي. د اکسیجن کچه (Oxygen Saturation): په وینه کې د اکسیجن اندازه ده، چې عادي حالت کې ۹۵٪ یا تر دې لوړه وي. حیاتي علایم د ناروغ د حالت د ارزونې لپاره ډېر مهم دي، ځکه د دې بدلون د ناروغۍ، درد، انتان یا نورو ستونزو نښه کېدای شي.