د احصاییی اخري سلایدونه
لیکوال: ښوویالی نثار احمد احمدي
د کتاب لنډیز
احصایه هغه علم دی چې د معلوماتو د راټولولو، تنظیم، تحلیل او تفسیر لارې چارې بیانوي. دا علم انسان ته مرسته کوي چې د شمیرو او معلوماتو له لارې سمه نتیجه او پرېکړه ترلاسه کړي. احصایه په طب، اقتصاد، تجارت، تعلیم او ټولنیزو علومو کې پراخ استعمال لري. په احصایه کې معلومات په جدولونو، ګرافونو او چارټونو کې تنظیمېږي تر څو پوهه ورباندې اسانه شي. اوسط، میډین او موډ د احصایې مهم مفاهیم دي چې د معلوماتو د منځنۍ کچې معلومولو لپاره کارول کېږي. همدارنګه احتمالات او د معلوماتو تحلیل د راتلونکو پایلو د اټکل لپاره مهم رول لري. � دا فورمول د اوسط د معلومولو لپاره کارول کېږي. احصایه د څېړنو د پایلو په روښانه کولو، د ستونزو په تحلیل او د دقیقو پرېکړو په کولو کې ډېر ارزښت لري.